د جلالاباد په ښار کې ټولنیز درمل؛ د روغتیا، ټولنې او پالیسي په اړه د ډاکترانو نظرونه
کلیدي کلیمې: د ډاکټرانو نظریات، د روغتیايي خدماتو اغېزمنتیا، د روغتیا ټولنیز عوامل، رودولف ویرشو تیوري
عمرانالله اختر
لنډیز
د الماني پتالوجيست او سیاستوال رودولف ویرشو مشهوره وینا، چې وایي " Politics is medicine on a larger scale,"، د روغتیا د ټولنیزو عواملو (Social Determinants of Health) اهمیت څرګندوي. د خلکو عاید، زدهکړې، کار، استوګنه، خواړه او چاپېریال د روغتیا پر پایلو ژور اغېز لري، او د ناروغیو درملنه یوازې د درملو او عملیاتو پورې محدوده نه ده. دا څېړنه د طبابت او د روغتیا د ټولنیزو عواملو ترمنځ اړیکه ارزوي او د افغانستان د جلالاباد ښار د ډاکټرانو د نظریاتو پر بنسټ یې اهمیت څېړلی دی. د څیړنې میتودولوژي د پوښتنلیک او تشریحي احصایې پر بنسټ ولاړه ده، چې د ۱۸۹ ډاکټرانو نظرونه پکې شامل وو. د څېړنې پایلو وښوده چې شاوخوا ۵۴٪ ډاکټران باور لري چې د ناروغانو روغتیا د درملنې تر څنګ له ټولنیزو شرایطو سره تړاو لري، او نږدې ۷۵٪ ډاکټران وايي چې درملنه هغه وخت بېاغېزې وي کله چې د ناروغ ټولنیزې یا اقتصادي ستونزې حل نه شي. په پایله کې، د روغتیا پر ټولنیزو عواملو تمرکز د ناروغانو او ټولنې عمومي روغتیا ښه کړې ده. سپارښتنه کېږي چې د افغانستان په کچه د ټولیزې روغتیا "Upstream Medicine" تخصصي څانګه دې رسمي شي، او د بېوزلو او اړمنو خلکو روغتیا ته دې ځانګړې پاملرنه وشي.