د ملي ځانبساینې په لور؛ د افغانستان د ضروري درملو لېست او د کورني جنریک درملو تولید ترمنځ پرتلیزه څیړنه
کلیدي ټکي: د ضروري درملو لست (AEML)، جنریک درمل، تولید، درملو کې ځان بساینه، د روغتیايي توانایی، د افغانستان د درملو سکتور
وحید الله حافظ
لنډیز
ضروري درملو ته لاسرسی د روغتیايي نظام د ځان ساتني بنسټیز اړخ دی، خو په فقیرو او جګړهځپلو هېوادونو کې ډېر ځله د صنعتي ودې او عامې روغتیا تر منځ توازن ګډوډ وي. افغانستان نسبتاً یو وړوکی د درملو تولید بنسټ رامنځته کړی، خو دا چې تر کومې کچې د ملي لومړیتوبونو سره سمون لري، لا روښانه او واضح نه ده. دا څېړنه ارزوي چې د افغانستان د محلي/جنریک درملو تولید تر کومې کچې د افغانستان د اساسي درملو لست (AEML) سره سمون خوري، تر څو تشه وپېژندل شي او د ځان بساینی لپاره لارې چارې وړاندې شي. دا څیړنه یوه پرتلیزه مقطعي څیړنه ده چی د افغانستان د خوړو او درملو ادارې له دوو رسمي ډیټاسېټونو څخه پکی ګټه اخیستل شوې ده: د اساسي درملو لست (۲۰۱۴ نسخه) او د محلي تولید شویو جنریک درملو ثبت. درمل د فعاله جز (Active Ingredient) او درملیز ټولګي له مخې سره پرتله شوي، او پوښښ د دوز/بڼې (Dosage Form) او درملیزو کټګوریو پر بنسټ څیړل شوی . شاوخوا ۶۰ کورني تولیدوونکي مجموعا ۵۳۷ جنریک درمل تولیدوي؛ خو یوازې ۱۲۶ درمل (۲۳٪) له AEML سره سمون او ورته والی لري، یعنې له درې پر څلور زیات ضروري درمل لا هم پر وارداتو متکي دي. محلي تولید تر ډېره په ټیټ لومړیتوب لرونکو برخو لکه پوستکي درمل (۵۷٫۵٪) او د عضلاتو–استخواني سیستم درملو (۴۵٫۵٪) متمرکز دی، حال دا چې مهمې برخې—په ځانګړي ډول انکولوژي، واکسینونه او تزریقي درمل هېڅ یا ناچیز محلي پوښښ لري. د دوز/بڼې له اړخه د تزریقي درملو کورنی تولید بلکل نشته، سره له دې چې په AEML کې یې ونډه لوړه ده. د افغانستان د درملو سکتور تر اوسه تر ډېره د بازار منطق (market-driven) تعقیبوي نه د اړتیا پر بنسټ (needs-driven) تګلاره؛ له همدې امله پر ګټې متمرکز، خو غیر ضروري محصولاتو ته لومړیتوب ورکول کیږي. د ځان بساینې د پیاوړتیا لپاره باید AEML نوې شي، د تنظیموونکې ادارې واک او جوړښت یو ځای او منسجم شي، او د لومړیتوب لرونکو درملو لپاره هدفمن مالي او مقرراتي هڅونې وضع شي. په زیربناوو کې ستراتیژیکې پانګونې او د عامه–خصوصي مشارکتونو پراختیا د وارداتو تړاو کموي، د درملو امنیت ښه کوي، او روغتیايي نظام پیاوړی کوي.