جعلي او غیرمعیاري درمل؛ په افغانستان کې د عامې روغتیا یوه اندېښنه
کلیدي کلمې: افغانستان، جعلي درمل، د درملو تصدیق، عامه روغتیا، قانوني تطبیق
عرفان الله ستانکزی
لنډیز
دا څېړنه په افغانستان کې د جعلي او غیرمعیاري درملو ستونزه څېړي او هڅه کوي چې په عامې روغتیا ته يي زیان اړوونکو ستونزو ته د حل مناسبې لارې پیدا کړي، چې په دې موخه یې مخلوطه (کمي او کیفي) څېړنیزې طريقه کارولې دي. د کمي برخې لپاره ۳۳۰ ګډونوالو ته جوړ شوی پوښتنلیک ورکړل شوی، او د کیفي معلوماتو لپاره له ۱۲ مهمو کسانو سره نیمه جوړښتیزې مرکې او د تمرکز لرونکی ډله ایز بحث ترسره شوی دی. کمي معلومات د احصایوي طریقو لکه توصیفي احصایه، همبستګي، او رېګریشن له لارې تحلیل شوي دي، او کیفي معلومات د موضوع محور تحلیل په طريقې ارزول شوي دي. مهمې ستونزې چې په دې څېړنه کې روښانه شوې دي عبارت دي له: د قانون کمزوری تطبیق، د درملو په اړه د قوانینو خلاوې، د درملو د اصليتوب د تصدیق لپاره د لازم وسایلو نشتوالی، د عامو خلکو د پوهاوي کموالی، او د درمل جوړولو سکتورونو ترمنځ د غیر رسمي او بېنظمه اړیکو شتون. د موضوعي تحلیل له مخې، شپږ مهمې ستراتیژۍ تشخیص شوې دي، لکه د درملو د عرضې منظمول، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړول، د نړیوالو همکاریو پراخول، او د عامه پوهاوی پیاوړی کول. احصایوي موندنې ښيي چې د پوهاوي او مخنیوي ترمنځ، او همدارنګه د روغتیايي زیان او مخنیوي ترمنځ، پیاوړې مثبتې اړیکې شتون لري (r = 0.838 او r = 0.648). روغتیا ته زیان د پوهاوي او مخنیوي له لارې اټکل کېدای شي، خو د جعلي درملو سرچینې سره یې معنی لرونکې احصایوي اړیکه نه ده ښوول شوې. دا پایلې څرګندوي چې د جعلي درملو د مخنیوي لپاره یو ګډ دریځ، چې پوهاوی، قانوني اصلاحات، او ټکنالوژي پکې شامل وي، اغېزمن تمامېږي.