د فیسبوک په مرسته د درملو منطقي کارونې د ترویج په برخه کې د ټولنیزو رسنیو ونډه؛ د جلال آباد ښار ځانګړې مطالعه
کلیدي کلمې: درملو منطقي کارونه، فیسبوک، روغتیایي پوسټونه، ترویج، جلال آباد ښار
روښان الله روښان
لنډيز
په نننۍ ټولنه کې ټولنیزې شبکې د روغتیايي معلوماتو د شریکولو او د صحي چلندونو د هڅونې لپاره مهم رول لري. په ځانګړي ډول فیسبوک د خلکو لپاره د درملو د سم استعمال د ترویج، د ناسم استعمال د مخنیوي او د روغتیايي پوهاوي د لوړولو اغېزناکه وسیله ده. د دې څېړنې اهمیت په دې کې دی، چې په افغانستان کې د روغتیايي پوهاوي کچه محدوده ده او د فیسبوک د اغېزناکې استفادې له لارې د درملو د خوندي او منطقي کارونې د ترویج فرصتونه زیاتېدلی شي. د څېړنې موخه د جلالآباد ښار د اوسېدونکو د لیدلورو او تجربو پر بنسټ د فیسبوک د ونډې ارزونه ده، ترڅو څرګنده شي، چې دغه ټولنیزه شبکه څومره په درملو د منطقي کارونې د ترویج او د روغتیايي پرېکړو په اغېز کې مرسته کوي. اصلي پوښتنه دا ده، چې د درملو د منطقي کارونې او ترویج په برخه کې فیسبوک څه ډول اغېز لري؟ څېړنه په کمي توصیفي ډیزاین ترسره شوې، د ۳۸۵ ګډونوالو په ګډون د ګوګل فورم له لارې پوښتنلیکونه راټول شوي او د Excel او SPSS سافټویر په مرسته تحلیل شوي دي. پایلې ښيي، چې ډېری ګډونوال د فیسبوک اوږدمهاله کاروونکي دي، د ورځني کارونې منځنۍ کچه یې ۱–۳ ساعته ده، په عمومي ډول د روغتیا او درملو اړوند پوسټونو ته مثبت لیدلوری لري، باور لري، چې فیسبوک د دوی د درملو په اړوند پرېکړو اغېز لري، د ناسم درمل کارونې مخنیوی کوي، پوهاوی لوړوي او معلومات له نورو سره شریکوي. څېړنه څرګندوي، چې فیسبوک د درملو د منطقي کارونې د ترویج او د روغتیايي پوهاوي د لوړولو لپاره مهم او مثبت رول لري، که څه هم ځینې احتیاطي او منفي لیدلوري هم شته.