د افغانستان په خوست ولایت کې د درملو د کیفیت کنټرول او عامه پوهاوي اړتيا
كليدي کلیمې: خوست ولایت، جعلي درمل، د دواخانو څارنه، درملو کیفیت،عامه پوهاوی
آصف خان تلاش
لنډیز
دغه څېړنه د خوست ولایت، افغانستان، د درملو د کیفیت کنټرول او د عامه پوهاوي اړتیا مطالعه کوي. د څېړنې موخه دا ده چې د ځایي درملتونونو د درملو کیفیت و ارزوي، د جعلي یا غیر معیاري درملو د شتون کچه وڅېړي، د خلکو پوهه د درملو د خوندي استعمال په اړه معلومه کړي، او په درملتونونو کې د مسلکي څارنې نیمګړتیاوې مشخصې کړي. د معلوماتو راټولولو لپاره سروی میتود وکارول شو، چې له ۲۰۰ ګډونوالو څخه معومات راټول شول اود Ms. Excel په مرسته تحلیل شول. موندنې ښيي چې د درملو د کیفیت په اړه جدي اندېښنې شته، ۶۰٪ ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړه، او ۷۷.۵٪ ګډونوالو د جعلي درملو پراخه شتون یاد کړ. شاوخوا ۵۰٪ ګډونوالو اعتراف وکړ چې درمل یې د غیر مسلکي یا غیر جواز لرونکو سرچینو څخه اخیستي، او یوازې ۳۰٪ د درملو د خوندي استعمال په اړه په پوهاوي پروګرامونو کې ګډون کړی. څېړنه د ځایي درملتونونو د روزل شویو فارمسیستانو نشتوالی هم څرګندوي، او د ګډونوالو اکثریت (۸۵٪) د حکومت د سختې څارنې او مقرراتو د پیاوړتیا غوښتنه کوي.څيړنه څرګندوي چې د درملو د کیفیت ستونزې، د عامه پوهاوي کمښت، د جعلي درملو شتون، او د مسلکي څارنې نشتوالی تړلې ستونزې دي. د دې ستونزو د حل لپاره د مقرراتو تطبیق، د عامه پوهاوي لوړول، او په درملتونونو کې د روزل شویو مسلکي کسانو شتون اړین دی. دغه څېړنه د پالیسۍ جوړونکو، روغتیایي مسلکي کسانو، او عامه خلکو لپاره ګټور معلومات وړاندې کوي چې د خوست ولایت د درملو فعالیتونه ښه کړي.