د شرعي نصوصو په رڼا کې د بې کیفیته او جعلي درملو تولید او تجارت
کلیدي وییونه: بې کیفته، جعلي، درمل، تولید، تجارت، نصوص، شرعي.
رحمت الله اکرام
لنډیز
د اسلام په مقدس دین کې د انسانانو د ژوند او روغتیا خوندي توب خورا ارزښت لري، له همدې امله د ژوندي پاتې کېدو او ځان ساتنې خوی او عادت د انسان په طبیعت کې شتون لري، مګر د بې کیفیته او جعلي درملو تولید او تجارت د انسانانو روغتیا ته ګڼ زیانونه اړولي، نو د لیکنې اهمیت دادی چې د بې کیفیته او جعلي درملو تولیدونکو او پلورونکو ته دا څرګنده وي چې داکړنه د اسلام د مقدس دین د نصوصو او مقاصدو مخالفت دی، همدارنګه له انساني ټولنې سره خیانت کول دي. د څېړني موخه د بې کیفیته او جعلي درملو د تولید او تجارت شرعي حکم څرګندول دي، او اصلي پوښتنه یې داده چې بې کیفته او جعلي درمل کومو درملو ته ویل کيږي، او دا ډول درمل د شریعت د نصوصو په رڼا کې څه حکم لري، د دې لیکنې ډول کتابتوني دی، د څېړنې فرضیه د عامه پوهاوي او معیاري څېړنو نه شتون، او د مسؤلو ادارو بې غوري ده، حل لارې یې دادي چې عامه پوهاوی زیات شي، مسؤل اړخونه د درملو د تولید او تجارت په برخه کې بې غوري ونکړي، او ډاکټران د خپل مسلک اصولو سره سم دا ډول درمل ناروغانو ته توصیه نکړي. د څېړنې پایلې څرګندوي چې د بې کیفیته او جعلي درملو تولید او تجارت د انسانانو روغتیا ته ګڼ زیانونه اړوي، له امله یې د طبابت سپېڅلی مسلک بې باوره کیږي، او په حرامه توګه د نورو مالونه خوړل کیږي.