په افغانستان کي د انټي بیوټیکونو د غیر ضروري مصرف څخه د انټي مایکروبیل مقاومت رامینځته کیدو لاملونه
کلیدي کلیمي: د انټي مایکروبیل مقاومت (AMR)، د انټي بیوټیک ناوړه ګټه اخیستنه، د انټي مایکروبیل مراقبت، د ساري ناروغیو کنټرول، د روغتیا نړیواله پالیسي.
سیدولي صدیقي
لنډیز
د انټي مایکروبیل مقاومت (AMR) د نړۍ له تر ټولو عاجلو روغتیایي بیړنیو پېښو څخه دی چي د موجوده درملنې پلانونو اغیزمنتیا ته خطر پېښوي او د روغتیایي ادارو د ناروغانو پایلې خرابوي. وړاندیز سوي څیړنه ددې هدف درلود چي د انټيبیوتیک ناوړه کارونې او د AMR د پرمختګ کچې ترمنځ د اړیکې په اړه تازه علمي شواهدو ته یوه ټولګه او انتقادي بیاکتنه وړاندې کړي، په ځانګړې توګه د ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو، له جملې څخه افغانستان ته. د تشریحي-تحلیلي روش څخه د سیسټماتیکې بیاکتنې او کیفتي ارزونې له لارې د څېړونو د بیا کتل سوي ادبیاتو څخه چي د PubMed، WHO، او NCBI په ډیټابیسونو کي راغونډ سوي و، استفاده وسوه. پایلې ښيي چې بېځایه د انټيبیوتیک استعمال، چي د بېاړتیا نسخو، ځاندرملنې، ناسمې ډوزې، او د انټيبیوتیکونو بېمحدوده له پلورنځیو څخه اخیستنې په شکل کي لیدل کېږي، د مقاومت لرونکو ناروغیو په پراختیا او خپرېدو کي مهم رول لوبوي. ټولیز مقاومت په هغو هېوادونو کي چي د انټيمایکروبيل څارنې کمزوري عملي کېږي او د قواعدو او مقرراتو کمزوري شتون لري، د ۴۰٪ څخه زیات و، او په هغو هېوادونو کي چي قوي حکومتداري او ښه څارنې شتون لري، ډېر کم و. دا حقایق د پراخې ټولنیزې پوهاوي، د انټيبیوتیک د پلور د سخت کنټرول، او د طبي متخصصینو مسلکي روزنې اهمیت څرګندوي. برسېره پر دې، د ملي روغتیا پالیسۍ په چوکاټ کي د انټيمایکروبيل څارنې سازماني کول او د نړیوالې همکارۍ دوامداره هڅې د AMR د زیاتېدونکي خطر د کمولو لپاره له مهمو ګامونو څخه ګڼل کېږي. په پایله کي، د AMR د بریالي کمولو ترلاسه کول د ټولو هېوادونو په همغږې هڅو، د کلکو پالیسۍ پلي کولو، ټولنېزې پوهاوي، او د مسلکي روزنې د دوامدارې عملي کولو له لارې د انټيبیوتیکونو اغیزمنتیا تضمینوي او د راتلونکو نسلونو د درملنې موثره پایلې یقیني کوي.