د هلمند په ولایت کې د انګېرنې، زیان د درک او کمولو د تګلارو اغیزه، د درملو پر منطقي کارونې
کلیدي کلیمې: افغانستان، انګېرنه، د دوا معقول استعمال، د خطراتو پوهاوی، د زیانونو کمولو تګلاره
حکمت الله خادم
لنډیز
د درملو منطقي استعمال د ملي روغتيايي تګلارې يوه مهمه برخه ده، او د درملو لاسرسی د روغتيا د ساتنې او پياوړتيا لپاره يو له مهمو وسايلو څخه ګڼل کېږي. د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د درملو معقول استعمال داسې تعريف کړی دی چې: "ناروغان هغه درمل تر لاسه کړي چې د دوی د کلينيکي اړتیاوو لپاره مناسب وي، د هغوی د فردي اړتیاوو سره سم په سمه اندازه او د کافي مودې لپاره ورکړل شي، او د دوی او ټولنې لپاره په لږ لګښت تمام سي." په دې څېړنه کې د دريو متحولینو (د درملو د استعمال په اړه د خلکو انګېرنې، د زيان او خطر درک، او د زيان د کمولو د تګلارو ملاتړ) اغېزې د درملو پر معقول استعمال باندي په هلمند کې څېړل شوی دي. په دې څېړنه د مقطعي څېړنې له بڼې څخه استفاده شویده. د معلوماتو د تحليل لپاره ريګريشن کارول شویدی چې د يادوو درو خپلواکو متحولینو تاثیرات وښیې. د څېړني موندني څرګندوي چې د درملو د استعمال په اړه انګېرنه تر ټولو قوي تاثیر ( (β = 0.574; R² = 0.310لري، چې د درملو د معقول استعمال ۳۱٪ بدلون يې تشريح کړی دی. د زيان درک او د خطر پوهاوی هم د پام وړ اغېزې درلودې (β = 0.526; R² = 0.107)، په داسې حال کې چې د زيان د کمولو د تګلارو ملاتړ تر ټولو کمزوری خو بيا هم د پام وړ اغېز درلود (β = 0.380; R² = 0.060).پايلې څرګندوي چې د درملو د استعمال مثبت چلند په هلمند کې د معقول استعمال د پياوړتيا لپاره اساسي رول لري، خو د زيان د کمولو ملاتړ او د خطراتو پوهاوی هم دوهم خو مهم رول لوبوي. نو ځکه، هغه پروګرامونه چې د هلمند خلکو کې د درملو د معقول استعمال د پياوړتيا لپاره جوړېږي بايد د ټولنې پر بنسټ د پوهاوي کمپاینونو ته لومړيتوب ورکړي، د خطرونو په اړه د خلکو پوهه لوړه کړي، او د پالیسۍ د پلي کېدو ميکانېزمونه لا پياوړي کړي.