په افغانستان کې د غاښونو اړوند خطرناکو محصولاتو د استعمال په اړه د غاښونو ډاکټرانو ترمينځ پوهه، انګیرنه او کارونه
کلیدي کلمې: افغانستان، انګېرنه، پوهه، د غاښونو ډاکټران، عمل، سروې
بشیر احمد حبیب
لنډیز
په غاښونو کې ځینې کاریدونکي درمل چې د زهرجن یا سرطانزا احتمالي خاصیت لري، لکه د آرسنیک ترای اکساید د ژوندی کولو پاستونه او فورملډهیاید لرونکي ترکیبات لا هم د افغانستان په ګډون په ځینو پرمختلونکو هیوادونو کې کارول کیږي. دا مواد د ناروغانو او غاښونو متخصصینو لپاره جدي روغتیایي خطرونه رامینځته کوي. دې مطالعې د غاښونو په افغان ډاکټرانو کې دندانی محصولاتو په اړه پوهه، انګېرنه او کارونه ارزولې. په 2025 کې، د غاښونو 423 ډاکټرانو څخه په یوه مقطعي سروې کې معلومات د پوهې، خبرتیا او کړنې په اړه یو جوړ شوي پوښتنلیک له مخې راغونډ شول. څېړنه د 2025 کال د جون او سپتمبر تر منځ په 7 ولایتونو کې ترسره شوه. ګډونوال د اسانه غیر احتمالي نمونې اخیستنې میتود له لارې غوره شول. معلوماتو څخه د توصیفي احصایې په بڼه لنډیز جوړ شو. 268 (64٪) ګډونوالو د آرسنیک یا فورمالډهید پر بنسټ پاست کاراوه، 281 (67٪) کریسپوفین کاروه، او 147 (35٪) د فارموسرول کارولو. په هر حال، د اړوندو روغتیایي خطرونو په اړه خبرتیا کمه وه ، یوازې 251 (60٪) آرسنیک پېژندلی و او یوازې 101 (24٪) پوهیدل چې فارموسرول سرطانزا دی. له یوې درېیمې برخې څخه ډېرو یعنې 147 (35٪)، د دې محصولاتو له امله د دوامداره نسج نیکروسس په څېر عوارض لیدلي وو. د دې موادو د استعمال پر وړاندې 230 (55٪) رسمي بندیز باندې نه ووخبر. د دوامداره استعمال لپاره 293 (70٪) لخوا ناخبري، 210 (50٪) لخوا د محصولاتو اسانه لاسرسی او ټیټ قیمت او 184 (44٪) لخوا ناکافي مقررات دلایل بلل شوي وو. خوشبیني دا ده چې 314 (75٪) څرګنده کړه چې که خوندي بدیلونه موجود وي نو دوی به دغه مواد بند کړي، او د اکثریت وړاندیز د ښه زده کړې او سختو مقرراتو اړوند وو چې د استعمال مخه ونیول شي. دا څېړنه په افغانستان کې په 2025 کې د غاښونو افغان ډاکټرانو ترمينځ د د غاښونو اړوند زهرجنو محصولاتو په اړه د پوهې او خوندی کړنو تر مینځ یوه لویه تشه څرګندوي.