د درملو خپلسرې کارونې زیانونو په هکله د خلکو په پوهاوې کې درسنیو د ونډې ارزونه: د ژورنالېستانو له لیدلوري
کلیدي کلمې: خپل سرې درملنه، خطرونه، ژورنالېستان، پوهاوی، رسنۍ.
یحیی یعقوبي
لنډيز
په افغانستان کې د درملو خپلسرې کارونه یوه جدي او پراخه روغتیايي ستونزه ده چې د خلکو د ټيټې کچې پوهاوي، بېوزلۍ او روغتیايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله لا هم په ځانګړي ډول په کلیوالو او ليرې پرتو سیمو کې دوام لري. دا اټکل شوی وو چې رسنۍ، په ځانګړي ډول راډیو، د عامه پوهاوي په لوړولو او د درملو د خپلسرې کارونې په کمولو کې مهم رول لري. دا څېړنه د ژورنالېستانو له لیدلوري د رسنیو د ونډې او اغېزمنتیا د ارزونې په موخه ترسره شوې ده چې څرګنده شي چې د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې کومې رسنۍ ډېر اغېز لري او کوم ډول برنامې مؤثرې ګڼل کېږي. دا یوه توصیفي–تحلیلي ګډه (Mixed Method) څېړنه وه، چې په کې د کمیتي تحلیل لپاره SPSS او د کیفي برخې لپاره د موضوعي تحلیل طریقه کارول شوې ده. څېړنه د ۱۰۲ ژورنالېستانو څخه د نظرونو پر راټولولو ولاړه وه، چې بېلابېلې کاري تجربې یې درلودې او له بېلابېلو رسنیو سره تړلي وو. د موندنو له مخې، راډیو د خلکو د پوهاوي د لوړولو لپاره تر ټولو اغېزمنه رسنۍ بلل شوې، ځکه ډېری خلک په ليرې پرتو سیمو کې یوازې راډیو ته لاسرسی لري. ژورنالېستان باور لري چې له ډاکټرانو سره مرکې، روغتیايي مشورې او د ژوند واقعي کیسې هغه برنامې دي چې د خلکو پر انګېرنه او چلند مثبت اغېز کولی شي. د دوی په اند، د دغو برنامو دوام، سیمهییزه لهجه او ساده ژبه د لا اغېز لپاره خورا اړینه ده.