د کندهار په ښار کې د بې نسخو درملنې او لاملونو د خپرښت کچه
كليدي کلمیې: بې نسخې درمل (OTC)، کندهار ښار، ځاندرملنه، د ځان درملني عوامل، روغتیايي اغېزې، درملو ته لاسرسی.
محمد حسن هڅاند
لنډیز
بېنسخې درمل (Over-the-Counter; OTC) د ډاکټر له نسخې پرته د خلکو لهخوا د اسانه لاسرسي او ټیټي بیي له امله په پراخه توګه کارول کيږي. دا پدیده د عامي روغتیا له مهمو موضوعاتو څخه ده، ځکه ناسمه کارونه یې د روغتیايي ستونزو د زیاتوالي لامل ګرځي. د افغانستان په ګډون په ډیرو مخ پر ودي هیوادونو کي د OTC درملو کارونه عام دي، خو کره احصایوي شواهد محدود دي.دا څېړنه د کندهار ښار د عمومي اوسېدونکو ترمنځ د بې نسخې درملو د کاروني کچه، عوامل، او روغتیايي اغېزې ارزوي. څېړنه د cross-sectional ډول ده او د ۳۸۴ ګډونوالو (n=384) ترمنځ د جوړي سوي پوښتنپاڼي له لاري ترسره سوې ده. معلومات د ډیموګرافیک ځانګړتیاوو، د OTC درملو د استعمال نمونو، د ځاندرملني د علتونو، او د کاروني د پوهاوي د کچي په اړه راټول او د SPSS له لاري تحلیل سول. پایلي ښيي چي ګډونوال نژدې په مساوي ډول نارینه (۵۰.۵٪) او ښځینه (۴۹.۵٪) وه، ډېر یې د ۱۸–۲۴ کلونو ترمنځ عمر درلودی (۵۳.۹٪). د OTC درملو تر ټولو عام استعمال د زکام (۲۸.۸٪)، درد (۲۳٪) او تبي (۱۸.۴٪) له پاره وو. د کاروني مهم عوامل پخوانۍ تجربه (۵۰.۳۹٪)، ټیټه بیه او د درملو شهرت وو. شاوخوا ۷۷٪ ګډونوالو د بستهبندۍ لارښووني تعقیب کړي، خو ۵.۹۵٪ د اعتیاد او ۴.۷۶٪ د زیات مقدار د استعمال ستونزي راپور کړي دي. پایلي ښيي، چي د OTC درملو استعمال په کندهار ښار کي پراخ دی، خو د ځاندرملني په اړه د خلکو پوهاوی محدود دی. دا وضعیت د روغتیايي خطرونو، د انټيبیوټیک مقاومت او د درملو د ناسم استعمال د زیاتېدو اندېښنه زیاتوي. د عامه پوهاوي پروګرامونه، د روغتیايي خدمتونو اسانه لاسرسی او د درملتونونو د قانوني څارني پیاوړتیا د دې ستونزي د کمولو له پاره ضروري ده.