د انتي بیوتیک کارونې په اړه د کابل ښار د خلکو د پوهې، نظر او کړنو ارزونه
کلیدي کلمې: افغانستان، د انتي بیوتیک کارونه، پوهه، ځان درملنه، د انتي مایکروب مقاومت، کړنې، نظریات
عبدالغفار شیرزاد
لنډیز
د انتي بیوتیکونو کشف یو لوی طبي نوښت وو، خو نن ورځ د باکتریاوو مقاومت د نړیوالې روغتیا لپاره یوه ګواښ دی. د خلکو چلند د انتي بیوتیکونو د ناوړه کارونې له امله ډیر اغیزمن دی. له همدې امله، دا مطالعه د افغانستان په کابل ښار کې په خلکو کې د انتي بیوتیک کارونې په اړه د پوهې، نظر او کړنو ارزونه کوي. یدا وه مقطعي څېړنه ده چې د کابل ښار په عامه او خصوصي روغتونونو کې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر څخه تر ۲۰۲۴ کال فبرورۍ میاشتې پورې ترسره شوه. د مطالعې ګډونوال د غیر احتمالي اسانه نمونې اخیستنې میتود له لارې غوره شوي. د معلوماتو تحلیل د ټولنیزو علومو د احصایې پروګرام (SPSS) ۲۶ نسخې په مرسته ترسره شو. په دې مطالعه کې ټول ۳۸۵ افراد شامل شول، چې ۴۰.۵٪ نارینه او ۵۹.۵٪ ښځې وې. له دې څخه، ۸۲.۳٪ په تیرو ۱۲ میاشتو کې په انتي بیوتیک درملنه ترسره کړې وه. ۳۹.۵٪ خپله وروستۍ تجویز شوې انتي بیوتیک کورس نه وو بشپړ کړی. له نیمایي څخه زیات (۵۹٪) راپور ورکړ چې هغوی د انتي بیوتیکونو سره ځان درملنه کړې ده، چې ډیری یې د ټوخي، تبې، عام زکام، اسهال او د غاښ درد لپاره وې. شاوخوا ۶۰.۳٪ ګډونوالو د انتي بیوتیکونو د کارونې په اړه کمه پوهه درلوده. ۶۵.۵٪ ګډونوالو د انتي بیوتیک کارونې په اړه مثبت نظر درلود. د ډاکټر او ناروغ تر مینځ د اړیکو په اړه، زیاتره ګډونوال (۹۵.۸٪) د ډاکټر پریکړې باندې باور درلود، ۹۱٪ د خلکو باور درلود چې ډاکټرانو اکثراً د مشورې پر مهال ناروغ ته د انتي بیوتیکونو د کارونې په اړه معلومات ورکوي، او ۹۰.۹٪ وویل چې ډاکټران اکثراً د انتي بیوتیکونو د کارونې په اړه غور کوي. دې مطالعې وموندله چې د ګډونوالو اکثریت د انتي بیوتیکونو په اړه کمه پوهه خو مثبت نظر لري، او د انتي بیوتیکونو د ناسم کارونې او ځان درملنې یوه لوړه کچه شتون لري. دا موندنې ښيي چې د تعلیمي کمپاینونو پیاوړي کول د انتي بیوتیکونو د معقول کارونې ترویج په برخه کې امکان لري، او د روغتیایي سواد لوړولو او د پرچون درملتونو کې د انتي بیوتیکونو پلور څارنې ته اړتیا ده.