په جلال اباد کې د درملو په سمه کارونه کې د رسنیز عامه پوهاوي د ونډې څېړنه
کلیدي کلمې: رسنۍ، رسنیز عامه پوهاوی، درمل، جلال اباد ښار، ښاریان.
انعام الله میاخیل
لنډیز
دا څېړنه د جلال اباد ښار د اوسېدونکو د رسنیز عامه پوهاوي د ونډې ارزونې ته ځانګړې شوې؛ څو په ډاګه کړي، چې رسنۍ د درملو د سمې کارونې په پوهه، چلند او عامه پوهاوي په برخه کې څومره اغېزناکې دي. دا موضوع ځکه مهمه ده، چې د درملو ناسمه کارونه د خلکو د روغتیا لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي او رسنۍ د عامه پوهاوي له لارې د دې ستونزې د کمولو اغېزناکې وسیلې ګڼل کېږي. اصلي پوښتنه دا وه، رسنۍ د جلال اباد ښار د اوسېدونکو د درملو د سمې کارونې په پوهه او چلند کې څومره اغېزناکې دي. د څېړنې مېتود کمیتي او تشریحي -تحلیلي دی؛ معلومات د سروې له لارې د Google Forms په مرسته راټول شوي او د غیر تصادفي نمونې اخیستنې (Convenience Sampling) له لارې یې ګډونوال ټاکل شوي. د پوښتنپاڼې له بشپړې ۳۸۵ نمونې څخه ۲۳۱ ګډونوالو ځوابونه ورکړی، چې د بېلابېلو تعلیمي کچو ښاریان پکې شامل وو. معلومات د Microsoft Excel په مرسته تحلیل شوي، د جدولونو او سلنې د محاسبو په کارولو سره د ګډونوالو نظرونه ارزول شوي. پایلې څرګندوي چې اکثریت ګډونوال باور لري، رسنۍ د درملو د سمې او ناسمې کارونې په اړه معلومات خپروي، د ناسمو تصورونو مخه نیسي، د درملو د سم وخت او د ډاکټر د نسخې په تعقیب چلند ته یې هڅوي او د روغتیايي معلوماتو د چټکو خپرولو لپاره اغېزناکې وسیلې دي. په ټوله کې رسنۍ د عامه پوهاوي د لوړولو، د صحي چلند اصلاح او د درملو د ناسمې کارونې د خطر کمولو کې مثبت رول لري.