د افغانستان په لبنیاتو کې د انټيبیوټیک پاتې شونو د کمولو لپاره د پاستورایزیشن اغېزمنتوب
کليدي کلمې: اغېزمنتوب، انټيبیوټیک پاتې شوني، پاستورایزیشن، شیدې، خوندیتوب، وترنري درمل.
ضیاءالدین ضیاء
لنډیز
دا مروري څېړنه د افغانستان په لبنیاتو کې د انټيبیوټیک پاتې شونو د کمولو لپاره د پاستورایزیشن اغېزمنتوب ارزوي، په ځانګړې توګه د هغو شرایطو تر سیوري لاندې چې خامې شیدې په پراخ ډول مصرفېږي او د وترنري انټيبیوټیکو غیر منظم استعمال عام دی. څېړنه د تشریحي – تحلیلي میتود له لارې، د علمي سرچینو له مخې څرګندوي چې پاستورایزیشن کولای شي د تودوخې پر وړاندې حساس پاتې شوني لکه beta-lactams او macrolides تر یوه بریده راکم کړي، خو د tetracycline او sulfonamides په څېر مقاوم پاتې شونو باندې د پام وړ اغېز نه لري. د پاتې شونو د کمښت کچه د انټيبیوټیک له ډول، ابتدایي غلظت او د شیدو له ترکیب سره تړلی دی. د معیاري پاستورایزیشن طریقه په ځینو مواردو کې شاوخوا ۲۰–۴۰٪ پاتې شوني راکمولی شي، خو بیا هم ډېری وخت د پاستورایزیشن وروسته پاتې شوني له منل شوې کچې لوړ وي، چې دا د عامې روغتیا لپاره جدي اندېښنه رامنځته کوي. څېړنه څرګندوي چې د پاستورایزیشن اغېزمنتوب د تودوخې درجې، د تماس مودې او د شیدو د فزیکي – کیمیاوي کیفیت پورې تړلی دی. له همدې امله، د لبنیاتو د خوندیتوب د ښه والي لپاره څو اړخیزه تګلاره اړینه ده، چې دې کې د وترنري درملو د کارونې کلک کنټرول، د درملو د ایستلو موده دقیق رعایت او د معیاري پاستورایزیشن پروتوکولونو تطبیق شامل دي. دا اقدامات نه یوازې د لبنیاتو د خوندیتوب کچه لوړوي، بلکې د مصرفوونکو باور هم پیاوړی کوي او د عامې روغتیا د ساتنې په برخه کې په اغېزمن ډول ونډه اخلي.