د ملي علمي - څېړنیز ژورنال نوې ګڼه چاپ شوه.
د ملي پوهنتون د علمي او څېړنیزو فعالیتونو په لړ کې، د
ملي علمي څېړنیز ژورنال د دويم کال درېيمه ګڼه تازه چاپ او خپره شوه، چې د «په
افغانستان کې د درملو منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري» تر سرلیک لاندې جوړ شوي
علمي کنفرانس مقالو ته ځانګړې شوې ده.
په دې ګڼه کې د هېواد د بېلابېلو علمي بنسټونو د
استادانو او څېړونکو علمي مقالې ځای پر ځای شوې دي، چې پهکې د درملو د معقول
استعمال، روغتیايي خدمتونو د ښه والي او د راتلونکو پاليسيو اړوند مهمې علمي څېړنې
او تحلیلي لیدلوري وړاندې شوي دي.
د ملي پوهنتون د څېړنې ریاست د مسوولينو په وينا،
دا څېړنيزه خپرونه د علمي څېړنو د ودې، د علمي تجربو د تبادلې او د روغتیايي سکتور
د پرمختګ په برخو کې مهم موضوعات رانغاړي، چې له خورا دقت او بياکتنو وروسته تر
چاپه رسېدلي دي.
تاسو کولای شئ
د دې ګڼې PDF بڼه
د لاندې تړونو په کلیک کولو سره د ملي پوهنتون له رسمي وېبسایټ او همدارنګه د
لوړو زدهکړو وزارت د علمي ژورنالونو له ډېټابېس څخه ترلاسه او ډاونلوډ کړئ.
د ملي پوهنتون
وېبسايټ لېنک
د لوړو زده
کړو وزارت د ژورنالونو ډېټابېس لېنک





