د متفرقه کانکور آزموينه واخېستل شوه.
د ۱۴۰۵ لمريز کال د پسرلني سمستر لپاره د متفرقه کانکور
آزموينه په بريالي ډول واخېستل شوه، چې بېلابېلو پوهنځيو لپاره لسګونه کسانو په کې
ګډون کړی و.
ياد امتحان لپاره له وړاندې داوطلبانو د معالجوي
طب، ستوماتولوژي او حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو کې نومليکنه کړې وه او نن يې په
يوه روڼ او منظم چاپېريال کې آزموينه ورکړه.
د آزموينې بهير د لا شفافيت په پار، د لوړو زدهکړو
وزارت درېکسيز پلاوي هم شتون لاره او د آزموينې جريان يې له نږدې څاره، له بل
پلوه ګډونوال هم د آزموينې له بهيره خپل رضايت څرګند کړ او دا يې د خپلو تحصيلي
هيلو د پوره کېدو پر لور يو مهم پړاو وباله.
ټاکل شوې، چې د آزموينې پايلې سبا (شنبه) د ملي
پوهنتون د وېبپاڼې له لارې اعلان شي.





