د پوهنتون په کچه د کال غوره څېړونکي
د ملي پوهنتون د
څېړنیزو فعالیتونو د کلني ارزونې په ترڅ کې، 1404 لمريز کال لپاره د حقوقو پوهنځي
استاد او د څېړنې او علمي مجلې رئیس، عزیزاحمد فضلي د خپلو پراخو څېړنیزو
فعالیتونو او نشر شوو علمي مقالو له امله د پوهنتون په کچه غوره څېړونکی وپېژندل
شو، د دې تر څنګ د معالجوی طب پوهنځي استاد نصیراحمد لطیف زی د معالجوي طب پوهنځي
په کچه، استاد بشيراحمد حبیب د ستوماتولوژي پوهنځي په کچه او دوکتور سید ابراهیم
دروېشیان د حقوقو پوهنځي په کچه د کال غوره څېړونکو په توګه وپېژندل شول.
دا اعزاز نوموړيو ته د څېړنو پراختیا او د څېړنیز
فرهنګ د ودې په برخه کې د دوی د اغېزناکو هڅو له امله ورکړل شوی دی، د ملي پوهنتون
مشرتابه د يادو استادانو علمي هڅې ستایي او هیله لري، چې دا ډول بریاوې به د
پوهنتون نور استادان او محصلان هم د علمي څېړنو او نوښت پر لور وهڅوي.





