ملي علمي - څېړنيز ژورنال د ROOTINDEXING په نړۍوال ډېتابېس کې ثبت شو.
د ملي پوهنتون د څېړنې
او علمي مجلې ریاست د دوامدارو هڅو په پایله کې، (ملي – علمي د طبي علومو څېړنیز
ژورنال) په نړیوال ډېټابېس ROOT INDEXING کې ثبت شو، دا مهمه لاسته راوړنه د ژورنال د علمي معیارونو، د څېړنیزو
مقالو د کیفیت او د علمي ارزونې د معیاري بهیر تاييد څرګندوي، د دې ثبت له لارې،
اوس ژورنال کولای شي خپلې خپرونې په نړۍواله کچه وړاندې کړي، تر څنګ يې د نورو
علمي بنسټونو او څېړونکو سره علمي اړیکې پیاوړې او د طبي علومو په برخه کې د پوهې
د پراختیا په برخه کې هم اغېزمن رول لوبولای شي.
د لاندې تړوني
په پرانیستلو سره کولی شئ، چې په یاد نړیوال ډېټابېس کې د ملي علمي – څېړنیز
ژورنال ثبت (Index) وګورئ:
د ملي علمي –
څېړنیز ژورنال لېنک:
-------------------------------





