د پسرلني کانکور عمومي آزموينه واخېستل شوه.
د ملي پوهنتون د پسرلني کانکور
عمومي آزموينه د ګڼشمېر داوطلبانو په ګډون ترسره شوه، د آزموينې تر پيل وړاندې د
پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب، ګډونوال وهڅول چې د زدهکړو او تحصيل له
لارې د وطن په آبادۍ کې برخه واخلي، نوموړي د دوی له باور څخه هم مننه وکړه چې ملي
پوهنتون يې خپل تحصيل لپاره غوره کړی او په خبره يې چې د ملي ټوله اداره به هڅه
کوي، دا باور تر پايه وساتي.
د آزموينې د شفافيت او د پروسې
د روڼتيا د ډاډ لپاره د لوړو زدهکړو وزارت ځانګړي پلاوي هم حضور درلود او ټوله
پروسه يې له نږدې وڅارله، ورته مهال ګډونوال هم د آزموينې له صحنې خوښ وو او هيله
يې وښوده چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته به لاره ومومي.
د يادونې وړ ده، هغو کسانو چې
ونهشو کړای په دې آزموينه کې برخه واخلي، يو بل چانس هم لري، ټاکل شوې د راتلونکي
کال (1405 لمريز) د حمل په 7مه نېټه متفرقه آزموينه واخېستل شي، چې سر له اوسه
ورته نومليکنه پيل شوې ده.





