Image

ډاکټر نصیراحمد لطیف زی د ډاکټر لعل محمد لطیف زي زوی پر کال ۱۳۶۲ کې په کابل کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يي په حضرت بلال ښوونځي کې سرته رسولي، ثانوي زده کړې یي په سید جمال الدین افغان مجاهد عالي لېسه کې سرته رسولي. په کال ۱۳۸۵ کې د پکتیا پوهنتون په معالجوي طب کې شامل او په کال ۱۳۹۲ کې له یاد پوهنتون څخه فارغ شو. د زده کړو په درشل کې یي د انګلیسي ژبې او کمپیوټر ډیپلومه هم لاس ته راوړې ده. له زده کړو وروسته یي د خپل مسلک په ډګر کې د مختلفو مؤسساتو سره د درملنې، ادارې او تدریس په برخه کې دنده سر ته رسولې ده. او اوس‌مهال ملي د لوړو زده کړو مؤسسه کې د معالجوي طب پوهنځي رييس دی.


زده‌کړی:

حضرت بلال لمړنۍ ښوونځی

سید جمال الدین افغان مجاهد عالي لېسه

پکتیا پوهنتون، معالجوي طب پوهنځی

کاري تجربه:

زاهد ذکی لوژستیکی شرکت، د شرکت د کارمندان او د هغوئ د کورنیو معالج ډاکټر، ۲۰۱۰-۲۰۱۶

عبید انعام لوژستیکی شرکت، د شرکت د کارمندانو او د هغوی د کورنیو معالج ډاکټر، ۲۰۱۶-۲۰۱۸

حاکا د افغانستان د میرمنو او کوچنیانو لپاره مرستندویه مؤسسه، په کابل کې بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره معالج ډاکټر، ۲۰۱۸-۲۰۲۰

بایزید روښان د لوړو زده کړو مؤسسه، د ستوماتولوژي پوهنځی رئیس او د فارمکولوژی استاد، ۲۰۲۰-۲۰۲۱

افغان لکی ډور لوژستیکي شرکت، د ولایاتو د صحی او غذایي موادو مسؤل، ۲۰۲۲-۲۰۲۴

 

img
img
img
img
;