د ملي علمي – څېړنيز ژورنال د جواز سند ترلاسه شو.
د ستراتیژیکو موخو د تحقق په
لور يو بل ګام
ملي د لوړو زده کړو موسسه، د خپل تحقیقمحوره مأموریت، روښانه لیدلوري او ستراتیژیکو موخو پر بنسټ، هڅه کوي چې د څېړنې په ډګر کې د یو مخکښ، باوري او اغېزناک علمي بنسټ په توګه وپېژندل شي، په همدې موخه، موسسه د یو ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د دایرولو تر څنګ، د څېړنیزو فعالیتونو پیاوړتیا ته هم جدي پاملرنه کوي او په دې برخه کې یې عملي، هدفمند او ابتکاري ګامونه پورته کړي دي.
په همدې لړ کې، یادې موسسې د ملي علمي څېړنیز ژورنال د فعالیت او نشر رسمي جواز ترلاسه کړ، دا مجله، چې هر شپږ میاشتې وروسته د طبي علومو په برخه کې خپرېږي، د لوړو زدهکړو وزارت له لوري په رسمي ډول ثبت او راجستر شوې ده. به دې سره به د علمي تولیداتو د خپرولو، تبادلې او پراختیا لپاره مهم فرصت برابر او د موسسې څېړنیز موقف لا پسې پياوړی کړي.





