د هېواد په کچه له نوموتو څېړونکو سره، د طبي څېړنو د معیاريکېدو او علمي همکاريو ناسته
د افغان نړۍوال
اسلامي پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي د دوکتورا برنامې درنو استادان او د هېواد د طبي څېړنو مخکښ او نومیاليو څېړونکو، پوهنوال دوکتور بلال احمد رحیمي،
دوکتور حارث عبدانيوال او
دوکتور شریف احمد حبیب احمدزي د ملي لوړو
زدهکړو موسسې د
طب او ستوماتولوژي پوهنځي له استادانو سره ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د استادانو د څېړنيزو پروژو ارزونه، علمي مشورې، د څېړنیزو مېتودونو انتخاب، د څېړنو د کیفیت تضمین او همدارنګه د راتلونکي ملي علمي- څېړنیز کنفرانس د علمي مدیریت، همغږۍ او محتوايي بډاینې اړوند موضوعات وڅېړل شول.
یاده ناسته د استادانو ترمنځ د علمي تجربو د تبادلې یوه اغېزمن فرصت ترڅنګ، د طبي څېړنو د بنسټیزو ظرفیتونو د لوړوالي، مسلکي معیارونو د پیاوړتیا او د څېړنیزو برنامو د معیاري کولو لپاره ارزښتناک ګام دی.





