د ملي پوهنتون او لايف پرل د درملو توليدي فابريکې ترمنځ د ګډو همکاريو پوهاوليک لاسليک شو.
دغه پوهاوليک چې د لایف پرل تولیدي
فابریکې په دفتر کې لاسلیک شو، په کې د ملي پوهنتون د حقوقي او ټولنیزو چارو
سلاکار مولوي سیدالرحمن احساس او د څېړنو او علمي مجلې رییس عزیز احمد فضلي هم
شتون لاره.
د پوهاوليک د لاسلیک پر مهال د ملي پوهنتون رییس پوهندوی خالد احمد حبیب وویل چې دا تړون به د په ملي پوهنتون کې د تازه ایجاد شوي فارمسي پوهنځي محصلانو او استادانو ته د عملی کارونو، عملی درسونو او لابراتواري تجربو لپاره خورا ګټور او اغېزناک وي.
د نوموړي په خبره، له بل اړخه به دا کار د ملي پوهنتون فارمسي پوهنځي استادانو او محصلانو ته د عملي کار، ظرفيتلوړونې او لابراتواري تجربو تر څنګ د علمي څېړنو او ګډو همکاريو زمینه هم برابره کړي.





