Image

د اسلام له نظره د وخت ارزښت ترسرلیک لاندې علمي سیمینار

د ملي پوهنتون  د کتابتون عمومي مديريت له لوري «د اسلام له نظره د وخت ارزښت» تر سرلیک  لاندې، د حقو او سياسي علومو پوهنځي محصلانو ته علمي سیمینار ته وړاندې شو.

 دغه سیمینار چې موخه چې د اسلامي ثقافت څانګې په همکارۍ جوړ شو، په کې د وخت ارزښت، د وخت له ضايع‌کېدو څخه د مخنيوي لارې چارې، د قرآن او نبوي احادیثو په رڼا کې د وخت  اهميت او يو شمېر نور مسایل، د يادې څانګې د غړي، استاد حمید الله نایل له‌خوا وړاندې شو.

 استاد نایل په دې علمي سیمینار کې، د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې د وخت ارزښت تشرېح کړ او له محصلانو یې وغوښتل چې له وخت څخه اعظمي ګټه واخلي.

 نوموړي همداراز د بریالي‌توب پر لور د وخت مدیریت او د تحصیلي پلان‌جوړونې موضوع هم وڅېړله او ټینګار یې وکړ، چې له پلان او د وخت له سمې مديريت پرته، ژوره او مؤثره زده‌کړه ناشونې ده، د استاد نايل په خبره، د ذهني تمرکز او د حافظې د پیاوړتیا لارې چارې هم د زده‌کړې مهم وسایل دي او بايد محصلان په ورځني ژوند کې ورته پوره پام وکړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;