د ملي پوهنتون او د کابل پوهنتون فارمسي پوهنځي تر منځ، د علمي همکاريو پوهاوليک لاسلیک شو.
دا پوهاوليک د ملي پوهنتون د رییس
پوهندوی خالد احمد حبیب او د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي د رییس پوهاند اقا محمد
ژکفر لهخوا لاسلیک شو، په دې مراسمو کې د ملي پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد
حنیف معاذ او د پوهنتون د علمي مجلې مدیر اجمل خان مندوزي هم شتون درلود.
د پوهاوليک د منځپانګې له مخې،
دواړه بنسټونه به په بېلابېلو برخو کې ګډې علمي او څېړنیزې همکارۍ پراخوي، دا
همکارۍ به د ملي پوهنتون د درملو اړوند راتلونکي څېړنیز کنفرانس د ښې همغږۍ، د
استادانو د تبادلې، د ګډو څېړنیزو پروژو پليکولو او د ملي پوهنتون د فارمسي
پوهنځي د اکاډمیکو چارو په لا پیاوړتیا کې لا ډېر منعکس شي.
دغه راز د کابل پوهنتون د فارمسي
پوهنځی به د ملي پوهنتون د فارمسي پوهنځي د لابراتوارونو په تجهیز او د معیاري
نصاب په پلي کولو کې تخنیکي او علمي همکاري کوي، دغه پوهاوليک د دواړو بنسټونو
ترمنځ د اوږدمهالو علمي اړیکو بنسټ دی، چې موخه یې د هېواد په کچه د درملجوړونې
او اړوندو څانګو وده او پراختيا ده.





