Image

ملي له (موسسې) څخه (پوهنتون) ته ارتقا وکړه.

ملي پوهنتون په ډېر وياړ سره د اکاډميکې کورنۍ ټولو منسوبينو او علم‌پروره ولس ته زېری ورکوي، چې د لوړو زده‌کړو درانه وزارت د لورينې، د ا.ا.ا قدرمن مشرتابه د ۱۵/۲/۱۴۴۷ نېټې د ۹۹۰/۳۴۷ ګڼه حکم، د اوږدمهالو علمي فعاليتونو، د همکارانو د پرلپسې همکاريو او د خصوصي پوهنتونونو درنې اتحاديې د مسلسلو ستړياوو له برکته؛ ملي، له (لوړو زده‌کړو موسسې) څخه (پوهنتون) ته ارتقا وکړه.

ملي پوهنتون ژمنه کوي، چې دا معنوي پرمختګ به د دې اکاډميک مرکز پر کيفيت، معيار او درسي بهير لا ژور اغېز پرېباسي او له تدريسه تر څېړنې او نورو تحصيلي برخو به د علمي انکشافاتو پر لور نوې دريڅې پرانېزي.

د ملي پوهنتون مشرتابه خپلو ټولو علمي او اداري کارکوونکو، ګرانو محصلانو او درنو کورنيو ته د دې پرمختګ مبارکي وايي او هيله لري چې د هېواد د علمي بسياينې او ترقۍ په برخه کې به لا ګړندي ګامونه واخلي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;