Image

ملي د (د تضمین کیفیت پروسې د بیاکتنې او سمونې) په نړۍوال کنفرانس کې!

(په لوړو زدهکړو کې د تضمین کیفیت پروسې د بیاکتنې او سمونې) نړۍوال کنفرانس، چې په هرات ولایت کې د جامي پوهنتون په کوربه‌توب دوه ورځو لپاره د سیمې هېوادونو د بېلابېلو پوهنتونونو، څېړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو په ملاتړ جوړ شوی و، د ملي پوهنتون په استازیتوب د څېړنې او علمي مجلې رییس عزیزاحمد فضلي په کې ګډون وکړ.

 ښاغلي فضلي په دې کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ خپله څېړنیز مقاله (په افغانستان کې د خصوصي پوهنتونونو د رهبرۍ اساسي ننګونې او اغېزې) هم د پوسټر پرزینټیشن له لارې وړاندې کړ، دا څېړنه د ښاغلي فضلي او د پوهنتون د عمومي رییس پوهندوی خالد احمد حبیب په ګډه هڅه، په ۶۶ خصوصي پوهنتونونو کې د رهبري په ننګونو او د تضمین کیفیت پر پروسې د اغېزو په موخه ترسره شوې وه.

 د یادونې وړ ده، چې له دې نړۍوال کنفرانس څخه د ملي پوهنتون  څېړنیز – علمي ژورنال هم خپل ملاتړ اعلان کړی و.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;