د وېبپاڼې د کمېټې ناسته
د وېبپاڼې د کمېټې ناسته؛ (د ملي پوهنتون وېبپاڼه به معلوماتو ته د لاسرسي هراړخيزه سرچينه وي.)
د ملي
پوهنتون د وېبپاڼې کمېټې ناسته د پوهنتون د رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب په مشرۍ
جوړه شوه، چې د علمي چارو مرستيال او د کمېټې غړو هم ګډون درلود.
ښاغلي حبيب زياته کړه، سره له دې چې د ملي وېبپاڼه د ګرافيک او منځپانګې له اړخه ډېره غني ده، اما دا غنامندي بايد همدومره محدوده نهشي، بلکې دا باید د پوهنتون د اهدافو او د محصلانو د معلوماتي اړتیاوو د پوره کولو لا مهمه وسیله شي.





