Image

يوورځنی علمي سيمينار؛ روتري اندودانتېکس ته يوه کتنه

د ملي پوهنتون د علمي برنامو په لړ کې، دا ځل د (روتري اندودانتېکس ته يوه کتنه) تر سرليک لاندې يوورځنی علمي سيمينار داير شو، چې د ستوماتولوژي پوهنځي د رئيس، ډاکتر بشير احمد حبيب له‌لوري وړاندې شو.

 ښاغلي حبيب په دې سيمينار کې د اندودانتېکس د Rotary Endodontics وسايلو، تخنيکونو او کلينيکي گټو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

 نوموړي د غاښ د ريښې د درملنې په بهير کې د روتري وسايلو د کارونې پر اهميت خبرې وکړې او څرگنده یې کړه، چې دا ټکنالوژي د درملنې د چټکتيا او دقت د لوړولو تر څنگ، د ناروغانو د درد او ستړيا کچه هم راکموي، نوموړي د دوديزو او برېښنايي وسايلو تر منځ علمي پرتلنه هم وکړه، تر څو گډونوال وکړای شي د عملي کار پر مهال له عصري وسايلو څخه گټه واخلي.

 د سيمينار په ترڅ کې د گډون‌والو له لوري پوښتنې هم مطرح شوې، چې ډاکتر حبيب ورته يو په يو علمي او تفصيلي ځوابونه ورکړل.

 په پای کې د سيمينار د ارزونې په موخه، د علمي چارو مرستيال، محمد حنيف معاذ  وغږېد، ښاغلي معاذ د ستوماتولوژي پوهنځي د رييس علمي وړتيا او  ارايه وستايله او زياته یې کړه، چې دا ډول علمي غونډې د محصلانو د مسلکي پرمختگ او عملي زده کړو د پياوړتيا په برخه کې اغېزناکه ونډه لرلی شي.

 

همدا راز ښاغلي حبيب ته د فانټا ډېنټل مټيريلز ادارې له لوري رااستول شوی ستاينليک هم، د علمي مرستيال په لاسونو وسپارل شو، چې په کې يې د نوموړي د علمي فعاليتونو او تخنيکي همکاريو قدرداني کړې وه.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;