Image

د علمي کادر غړو ته د سرچینو د معیاري استعمال او (Zeturoe) د سرچینو لیکلو سافټویر په اړه ورکشاپ ترسره شو.

د څېړنې او علمي مجلې ریاست په نوښت، د ملي د علمي کادر غړو ته د سرچینو د معیاري استعمال او (Zeturoe) د سرچینو لیکلو سافټویر په اړه ځانګړی ورکشاپ ترسره شو.

 یاد ورکشاپ د موسسې د څېړنو د کارپوه، دوکتور سید ابراهیم درویشیان له لوري وړاندې شو، د موسسې د څېړنې او علمي مجلې رییس، عزیز احمد فضلي، د ورکشاپ د پرانیستې وینا پر مهال، دغه ورکشاپ د څېړونکو لپاره ډېر مهم وباله، نوموړي (Zeturoe)  سافټویر د سرچینو د لټون، ساتنې او معیاري استعمال په برخه کې یو مهم او معتبر نړۍوال سافټویر یاد کړ او په وینا یې، د دې کارول او زده کول د هر څېړونکي لپاره اړین دي، ورپسې، ښاغلي درویشیان د ورکشاپ موضوع‌ګانې په نظري او عملي بڼه ګډونوالو ته تشریح او وړاندې کړې.

مربوطه
;