د عامه پوهاوي په موخه، د ملي پوهنتون له لورې یو ورځنی علمي کنفرانس وړاندې شو.
د ملي پوهنتون له لوري د عامه پوهاوي په موخه، يوورځنی علمي کنفرانس جوړ شو، چې
د اداري فساد پر وړاندې مبارزه، د ژوند چاپېريال ساتنه او د نشهيي توکو د کارونې
زيانونه يې د بحث اساسي موضوعات وو.
د کنفرانس پرانيسته د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب، په
وينا وشوه، نوموړي د ټاکل شويو موضوعاتو ارزښت ته په اشارې وويل، چې اداري فساد،
چاپېريالي ستونزې او د نشهيي توکو کارونه هغه جدي ننګونې دي چې د ټولنې پر
راتلونکې ژور اغېز لري او علمي بنسټونه بايد د عامه پوهاوي، څېړنې او حللارو
وړاندې کولو په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي، نوموړي د ملي پوهنتون پر علمي ظرفيت باور وښود او
زياته يې کړه، چې د درملو
په تړاو له ملي کنفرانس وروسته د استادانو او علمي کادر
لوړ مورال، د لا اغېزناکو علمي پروګرامونو لپاره زمينه برابره کړې ده.





