د کيفيتلوړاوي د يوولسګونو معيارونو د نوي چارچوب دوه ورځنی ورکشاپ
د کيفيتلوړاوي د يوولسګونو
معيارونو د نوي چارچوب په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پيل شو، چې د پکتيا پوهنتون د
کيفيتلوړاوي د آمر، پوهندوی محمديخان محمدي له لوري وړاندې کېږي.
د ورکشاپ په پيل کې د ملي پوهنتون
رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب ګډونوالو ته د ورکشاپ پر ارزښت او د اکاډميکو چارو
په بهير کې د کيفيتلوړاوي د معيارونو پر رول خبرې وکړې، نوموړي د کيفيتلوړاوي پر
پړاوونو تفصيلي رڼا واچوله او ټينګار يې وکړ، چې د يوولسګونو معيارونو عملي تطبيق
کولای شي، د پوهنتون تدريسي، څېړنيز او اداري بهير لا منظم او اغېزناک کړي، ښاغلي
حبيب د پکتيا پوهنتون له مشرتابه څخه هم د نوموړيو دوامدارې همکارۍ له امله مننه
وکړه، چې په ډېرو برخو کې يې د دوی لاسنيوی کړی دی.
وروسته ورکشاپ د پوهندوی محمديخان
محمدي له لوري پيل شو، چې په کې د کيفيتلوړاوي د نوي چارچوب بېلابېلې برخې، عملي
تجربې او د معيارونو د پليکېدو لارې چارې په تفصيل سره وڅېړل شوې.
ټاکل شوې دا روزنيزه برنامه به سبا
هم دوام ومومي او تمه ده، چې ګډونوال د کيفيتلوړاوي د معيارونو د اغېزمن تطبيق
په برخه کې عملي کار لپاره لا ډېر څه ومومي.





