لیتیوم؛ د افغانستان د بهرني سیاست نوی ستراتیژیک فرصت علمي - څېړنیز سیمینار وړاندې شو.
د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انستیتیوت په کوربهتوب علمي ـ
څېړنیز سیمینار جوړ شو، چې د ستراتیژیکو طبیعي زېرمو او بهرني سیاست ترمنځ اړیکې
په کې وڅېړل شوې او د ملي پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې د رئیس، عزیزاحمد فضلي له لوري
وړاندې شو
.یاد سیمینار د «لیتیومو نړیوال جذابیت او د افغانستان د
بهرني سیاست ستراتیژیک فرصتونه» تر عنوان لاندې جوړ شوی و، چې په کې د ملي پوهنتون
عمومي رئیس پوهندوی خالد احمد حبیب، د بهرنیو چارو وزارت د ډېپلوماسۍ انستیتیوت
عمومي رئیس مفتی نورالله عزام، د یاد انستیتیوت د علمي چارو مرستیال پوهنمل عبیدالله
اخندزاده، د بهرنیو چارو وزارت د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو، د پوهنتون استادنو
او ګڼ شمېر علمي - مسلکي څېرو ګډون درلود.
په سیمینار کې ښاغلي فضلي د لیتیمو نړۍوال اهمیت، د انرژۍ د نوې
معادلې په رامنځته کېدو کې د دغه ستراتیژیک عنصر رول او د نړۍوالو قدرتونو ترمنځ د
سیالۍ نوي ابعاد په تحلیلي بڼه تشریح کړل، نوموړي څرګنده کړه، چې لیتیم د پاکې
انرژۍ د تحول او د معاصرو ټکنالوژیو د پرمختګ یو اساسي عنصر دی، چې د نړیوال
اقتصاد او سیاست په بدلېدونکي جوړښت کې ځانګړی ځای لري.
نوموړي ټینګار وکړ، چې افغانستان د پام وړ لیتیمي زېرمو په لرلو
سره کولای شي، د متوازن او فعال بهرني سیاست له لارې د سیمهییزو او نړیوالو همکاریو
لپاره نوې زمینې برابرې کړي، د هغه په وینا، د طبیعي زېرمو اغېزمن مدیریت، د علمي
شواهدو پر بنسټ پالیسۍ جوړونه، د اقتصادي ډېپلوماسۍ پیاوړتیا او د انرژۍ ډېپلوماسۍ
پراختیا کولای شي، افغانستان د سیمهییز اتصال، اقتصادي ودې او نړیوال تعامل په
مهم محور بدل کړي.
د سیمینار په پای کې ګډونوالو
د موضوع اړوند خپل نظرونه او پوښتنې شریکې کړې او دا ډول علمي بحثونه یې ارزښتناک
وبلل.





