Image

د ملي پوهنتون له لوري د څېړنو د بنسټونو په تړاو دوه‌مياشتنی ورکشاپ پيل شو.

د ملي پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې ریاست له لوري، د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون د درې تنو مخکښو او مجربو استادانو په همکارۍ، د ملي پوهنتون د درېیو پوهنځیو او د اته بېلابېلو خصوصي طبي پوهنتونونو د څېړنو د برخو د مسوولینو لپاره، د څېړنې درې میاشتنی عملي او نظري کورس پیل شو.

د یاد کورس د پرانیستې پر مهال د ملي پوهنتون رییس، پوهندوی خالد احمد حبیب وویل، چې دا کورس د ملي پوهنتون د ستراتیژیک لیدلوري هغه مهمه برخه ده، چې له مخې یې غواړي دا اکاډمیک بنسټ له تدریسمحور مرکز څخه په تدریجي ډول یو پیاوړي څېړنیز مرکز ته واوړي، نوموړي د دې ډول علمي پروګرامونو پر ارزښت ټینګار وکړ او د کورس له تنظیموونکو، استادانو او ګډونوالو څخه یې مننه وکړه.

ورپسې د ملي پوهنتون د څېړنې او علمي مجلې رییس، عزیزاحمد فضلی، د کورس د مهالوېش، موخو، د ګډونوالو علمي مکلفیتونو، منځ‌پانګې د تطبیق میکانیزمونو او د ګډونوالو د ونډې په اړه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، کورس د ټاکلې اجنډا له مخې د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون د استاد، پوهنوال دوکتور بلال احمد رحیمي، له لوري په رسمي ډول پیل او د لومړۍ ورځې درس وړاندې شو.

مربوطه
;