Image

د پوهنتون په کچه د کال غوره څېړونکي

د ملي پوهنتون د څېړنیزو فعالیتونو د کلني ارزونې په ترڅ کې، 1404 لمريز کال لپاره د حقوقو پوهنځي استاد او د څېړنې او علمي مجلې رئیس، عزیزاحمد فضلي د خپلو پراخو څېړنیزو فعالیتونو او نشر شوو علمي مقالو له امله د پوهنتون په کچه غوره څېړونکی وپېژندل شو، د دې تر څنګ د معالجوی طب پوهنځي استاد نصیراحمد لطیف زی د معالجوي طب پوهنځي په کچه، استاد بشيراحمد حبیب د ستوماتولوژي پوهنځي په کچه او دوکتور سید ابراهیم دروېشیان د حقوقو پوهنځي په کچه د کال غوره څېړونکو په توګه وپېژندل شول.

 

دا اعزاز نوموړيو ته د څېړنو پراختیا او د څېړنیز فرهنګ د ودې په برخه کې د دوی د اغېزناکو هڅو له امله ورکړل شوی دی، د ملي پوهنتون مشرتابه د يادو استادانو علمي هڅې ستایي او هیله لري، چې دا ډول بریاوې به د پوهنتون نور استادان او محصلان هم د علمي څېړنو او نوښت پر لور وهڅوي.

مربوطه
;