Image

د تدريس د نويو مېتودونو دوه‌ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

 

د استادانو د علمي وړتياوو د پياوړتيا او د تدريس د نويو مېتودونو د عملي پېژندنې په موخه، د مسلکي پراختيا مرکز له لوري دوه ورځنی ورکشاپ جوړ شو، چې په کې د OBE، SCL، PBL  او CBL تدريس نوې لارې چارې وڅېړل شوې.

 د ورکشاپ په لومړۍ ورځ د ملي پوهنتون علمي مرستيال محمد حنيف معاذ پرانېستونکې وينا وکړه، نوموړي د تدريس د نويو مېتودونو د ارزښت، د زده کړې پر بهير يې اغېز او د کيفيت د لوړاوي په برخه کې د استادانو د رول په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.

 ورکشاپ د استاد محمد ابراهيم درویشیان له لوري مخ‌ ته يوړل شو، چې په کې يې د نويو تدريسې مېتودونو د مفاهيمو، عملي تطبیق او د زده‌کړې په چاپېريال کې د دوی د کارونې څرنګوالی په تفصيل سره وړاندې کړل، استادانو د بېلابېلو ګروپي فعاليتونو، عملي بېلګو او علمي بحثونو له لارې د نويو مېتودونو په اړه عملي تجربې ترلاسه کړې.

د ورکشاپ په منځ منځ کې ګډون‌والو خپل نظرونه، وړاندیزونه او د عملي کار تجربې شریکې کړې او د ورته پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه، د دوی په خبره دغه ډول برنامې له يوې خوا د محصلانو د زده‌کړې د کیفیت د لوړوالي لامل ګرځي او له بل اړخه د استادانو د مسلکي وړتياوو د لا پياوړتيا لپاره هم ګټور دي.

مربوطه
;