Image

په اوسنۍ نړۍ‌واله ټولنه کې د بيان او رسنيو د آزادۍ وضعيت پېژندنې، علمي سمينار

د ملي پوهنتون له لوري جوړشوی دا سيمينار، د شيخ زايد پوهنتون د علمي څېړنو د مرستيال، پوهندوی دکتور احمد جاوېد شکېب له خوا وړاندې شو، چې په کې د ملي پر استادانو او محصلانو سربېره، گڼو فرهنگيانو او د رسنيو استازو هم گډون لاره.

 په پيل کې د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب خبرې وکړې، نوموړی، دکتور شکېب ته د ښه‌راغلاست تر څنگ، د موضوع پر ارزښت وغږېد، د ده په خبره، بيان او رسنيو ازادي د يوې رڼې او حساب‌ورکونکې ټولنې بنسټيز اصل دی، چې بايد د خپلو ملي گټو او ارزښتونو په رڼا کې تعريف شي، ده دا هم وويل چې د اکاډميک آدرس په توگه دوی دنده ده، تر څو ورته موضوعات له علمي زاويې وڅېړي او د سالمو افکارو د خپرېدو له لارې د عامه پوهاوي کچه لوړه کړي.

 وروسته، د شيخ زايد پوهنتون د علمي څېړنو مرستيال، پوهندوی دوکتور احمد جاوېد شکېب، خپل علمي بحث وړاندې کړ، هغه د قرآن او حديثو په رڼا کې د بيان د آزادۍ د بيان پر ارزښت او په نننۍ نړۍ کې له دې موضوع څخه د ناوړه استفادې پر مواردو کړې، دکتور شکېب د نړۍوالو او سيمه‌ييزو تجربو له مخې پر دې هم بحث وکړ، چې د بيان آزادي له سياسي ثبات، ټولنيز پرمختگ او د واقعي بشري حقونو له تحقق سره څه ډول تړاو موندلی.

 نوموړي زياته کړه، چې د بيان آزادي مطلقه نه ده، بلکې د قانوني چوکاټ او اخلاقي مسؤليت تر سيوري لاندې معنا پيدا کوي، ده د بېلابېلو هېوادونو د مطبوعاتو د ازادۍ شاخصونه پرتله کړل او د رسنيو پر مسووليت، د غلطو معلوماتو د خپرېدو خطر او د ډيجېټلي دور ستونزې او ننگونې هم وڅېړلې، ده په همدې بحث کې د يو شمېر نړۍوالو رسنيو له لوري د عامه اذهانو د تېرويستو نمونه‌يي بېلگې هم يو په يو وړاندې کړې.

 په پای کې، د گډونوالو له خوا پوښتنې او نظرونه وړاندې شول، چې وړاندې‌کوونکي هر يوه ته علمي او تحليلي ځوابونه ورکړل.

 د پای په برخه کې، له دکتور پوهندوی احمد جاوېد شکېب څخه د قدردانۍ په پار، نوموړي ته د ملي پوهنتون د رييس پوهندوی خالد احمد حبيب له لوري يو مننليک هم ډالۍ شو، چې په کې د نوموړي د علمي هڅو او اکاډميکو ستړياوو قدرداني شوې وه.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;