Image

د هلمند سيند د حقابې په اړه د افغانستان او ایران ترمنځ دوستانه خبرې اترې

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي د نړۍوالو اړیکو د ډیپارټمنټ محصلانو، د استاد صدرالدین فیضي او استاد صفي الله اخوندزاده له لوري له څو ورځو روزنې وروسته، د ((هلمند سيند د حقابې په اړه د افغانستان اسلامي امارت او ايران اسلامي جمهوريت تر منځ دوستانه خبرې اترې)) ترعنوان لاندې عملي تمثيل وکړ.

 په یاده عملي روزنيزه برنامه کې محصلانو د ایران او افغانستان د نمایندګانو رول ولوباوه، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځی په پلان کې لري، چې په راتلونکو اونیو کې د نورو مهمو موضوعاتو په اړه هم محصلانو ته د عملي زده کړو په برخه کې ورته فرصتونه داير کړي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;