د ستوماتولوژي پوهنځي د کريکولم د بياکتنې ناسته وشوه.
د ملي پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځي د کريکولم د بياکتنې ناسته د ياد
پوهنځي د رئيس، ډاکتر بشير احمد حبيب تر مشرۍ لاندې وشوه، چې په کې د
پوهنځي علمي غړو د نصاب محتوا او د نويو علمي معيارونو په رڼا کې د نصاب د اصلاح او تازهکولو
پر اړينو ټکو بحث وکړ.
استادانو خپلې علمي مشورې او نظرونه وړاندې کړل، ترڅو د کريکولم د اصلاح بهير لا پياوړی او د طبي زدهکړې له عصري اړتياوو سره برابر شي.
د ستوماتولوژي پوهنځي هڅه دا ده، چې نصاب د معاصرې طبي زدهکړې له اصولو سره همغږی او د محصلانو د مسلکي وړتيا د لوړولو لپاره لا اغېزناک شي.