د ملي علمي – څېړنيز ژورنال تازه ګڼه چاپ شوه.
د ملي علمي ـ څېړنیز ژورنال د دوهم کال لومړۍ ګڼه له ښکلي صحافت سره چاپ شوه، چې په کې د
فارمسي، معالجوي طب، عامې روغتیا او ستوماتولوژي څانګو د تخصصي تجربو او علمي څېړنو پر بنسټ د هېواد د څېړونکو
۱۳ علمي ـ څېړنیزې
مقالې خپرې شوې دي.
دغه ګڼه د ملي او نړۍوالو علمي معیارونو په رڼا کې، په پوره دقت ترتیب شوې، چې د علمي تولید، څېړنیزې ودې او د پوهې شریکولو په برخه کې د پوهنتون ژمنتیا ښيي، علاقمندان کولی شي، د مجلې هارډ بڼه د پوهنتون د نشراتو له څانګې څخه ترلاسه کړي او همدارنګه د مجلې بشپړ PDF فایل د ملي ژورنال له رسمي وېبپاڼې او د لوړو زدهکړو وزارت د څېړنې او علمي مجلو ریاست له وېبپاڼې څخه د ورکړل شویو لېنکونو له لارې ښکته کړي:
https://mili.edu.af/en/publication/journal/issue/journals-2nd-volume-2nd-issue
https://journals.edu.gov.af/#/issue/364
له موقع څخه په ګټنې، د
اړوندو طبي څانګو ټولو
څېړونکو ته سر له اوسه
بلنه ورکوو، چې خپلې علمي ـ څېړنیزې مقالې د ملي مجلې د اصولو او معیارونو له مخې
د راتلونکو ګڼو د خپرېدو په موخه راولېږي،
لا نورو معلوماتو
لپاره کولای شئ، لاندې ادرس
ته مراجعه وکړئ او یا هم زموږ
سره د برېښنالیک له لارې اړیکه ونیسئ.
https://mili.edu.af/en/publications/research/journals/journals
mili.m.journal@mili.edu.af





