د فوټسال سيالۍ د ستوماتولوژي پوهنځي په بريا سره پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د ملي پوهنتون له
لوري د (مخدره توکو ته نه وايو) تر سرليک لاندې پيل شوې وې، د ستوماتولوژي پوهنځي
د دويم سمستر په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د ملي پوهنتون مشرتابه هم ګډون کړی و، لوبغاړو ته په وينا کې د پوهنتون رييس پوهندوی خالد احمد حبيب د محصلانو ورزشي روحیه وستايله او زياته يې کړه چې دا ډول سيالۍ محصلان له ذهني اړخه پياوړي کوي، د نوموړي په خبره ورزش کولای شي، د درسي بهير په خوا کې، د دوی ترمنځ د همغږۍ او مثبت رقابت فرهنګ وروزي، ښاغلي حبيب ژمنه وکړه چې پام کې لري په راتلونکي کې د محصلانو له منځه د نورو لوبو ورزشي استعدادونه هم رابرسېره او د لوبو امکانات برابر کړي.
وروسته د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه او مډالونه او د لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو لوبډلو ته د بریا جامونه وسپارل شول، لوبغاړو د پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه چې دوی ته يې د سالمې بوختيا يو غوره فرصت برابر کړی، د دې تر څنګ يې ژمنه وکړه، چې د پوهنتون د نېکنامۍ او ښه شهرت لپاره به خپله هېڅ راز مرسته نهسپموي.





