Image

د ملي پوهنتون رييس، د لوړو زده‌کړو له وزير سره وليدل.

د ملي پوهنتون رییس، پوهندوی خالد احمد حبیب، د ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس د رهبري بورډ له غړو سره یو ځای، د لوړو زده کړو له وزیر، شیخ ندامحمد ندیم او د یاد وزارت له علمي مرستیال، شیخ ضیاءالرحمن مدني، سره جلا  جلا وليدل.

 په دغو لیدنو کې د ملي علمي ـ څېړنیز کنفرانس «په افغانستان کې د درملو منطقي استعمال او راتلونکی لیدلوری» د چمتووالي، تنظیم، اداري همغږۍ او تطبیقي پروسیجرونو په اړه هر اړخیز بحث وشو، د کنفرانس د رهبري بورډ له لوري د علمي محتوا، د مقالو د ارزونې میکانېزم، د علمي پنلونو جوړښت، د مېلمنو د بلنې بهیر او د چارو د عملي کولو مهالویش په اړه بشپړ معلومات وړاندې شو.

 د لوړو زده کړو وزیر او د وزارت علمي مرستیال، تر دې دمه د ترسره‌شويو فعاليتونو د ستاینې تر څنګ، د معیاري علمي اصولو د رعايت،  تنظیم او اغېزمن تطبیق پر ارزښت ټینګار وکړ او د وزارت د هر اړخیزې همکارۍ او ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;