Image

له ملي موزيم څخه د کنفرانس د ګډون‌والو ليدنه

د ملي پوهنتون له لوري د درملو د منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري په تړاو د ملي علمي – څېړنيز کنفرانس لومړۍ ورځ، د علمي ويناوو او څېړنيزو مقالو له بريالۍ ارايې وروسته، په يوه فرهنګي او تاريخي برنامې پای ته ورسېده.

د کنفرانس ګډون‌والو، چې په‌کې علمي شخصيتونه، استادان، څېړونکي او د بېلابېلو برخو استازي شامل وو، د ورځې په پای کې ملي موزيم له نږدې وکوت.

له موزيم څخه په دې ليدنه کې ګډون‌والو د افغانستان د تاريخ، تمدن او فرهنګي ميراثونو بېلابېلې برخې له نږدې وکتلې، د موزيم مسؤلينو د لرغونو اثارو، تاريخي توکو او فرهنګي ميراثونو په تړاو هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او د هېواد د تمدني شاليد ارزښتونه يې ګډون‌والو ته تشريح کړل، ګډون‌والو د ملي پوهنتون له لوري د دې علمي ليدنې د فرصت‌برابرولو ستاينه وکړه او دا چاره يې د علمي بحثونو تر څنګ د فرهنګي غنامندۍ په برخه کې مهم وباله.

دوی ټينګار وکړ، چې ټول اکاډميک مرکزونه بايد د علمي کنفرانسونو د دايرولو پر مهال بايد د مسلکي بحثونو تر څنګ، د هېواد د تاريخي او فرهنګي ارزښتونو د پېژندنې لپاره هم زمينه برابره کړي، تر څو د فکري تبادلې، ملي هويت د پياوړتيا او فرهنګي تنوع ته زمينه مساعده شي.

ټاکل شوې، چې د ملي کنفرانس دويمه او وروستۍ ورځ به سبا (پنج‌شنبه) د ګڼو مقالو، تخصصي بحثونو او عملي وړانديزونو په وړاندې کولو سره دوام ولري، تر څو د درملو د منطقي کارونې په برخه کې اغېزناکې پايلې ترلاسه شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;