د درملو په تړاو د ملي کنفرانس بريا ونمانځل شوه.
د (درملو منطقي کارونه او راتلونکی
ليدلوری) ملي علمي - څېړڼيز کنفرانس د بريا نمانځنې دې
مراسمو کې، د ملي پوهنتون بنسټګر الحاج عيارالحق شمس، د امنا هيئت غړی پوهاند نقيب
الله سهاک، د ملي پوهنتون رييس پوهندوی خالد احمد حبيب او د پوهنتون ګڼ شمېر علمي
او اداري منسوبينو ګډون کړی و.
د ملي پوهنتون رييس، پوهندوی خالد
احمد حبيب په خپله وينا کې، د کنفرانس برياليتوب وستايه او دا يې د ملي پوهنتون د
علمي ظرفيت، منظم مديريت او د هېواد په کچه د باور وړ علمي رول له امله وبلل،
نوموړي د کارکوونکو علمي او اداري هڅې وستايلې او هيله يې وښوده، چې دا کنفرانس به
د ملي د نوم د تشهير او علمي اعتبار د لا پياوړتيا لامل شي.
وروسته د څېړنې او علمي مجلې رييس،
عزيز احمد فضلي د کنفرانس لنډ راپور وړاندې کړ او د کنفرانس علمي لاستهراوړنې،
مديريتي بهير او لاستهراغلې پايلې يې له ګډونوالو سره شريکې کړې، نوموړي د ګزارش
په يوه څنډه کې د څېړنيزو مقالو د غوراوي پروسه، نشراتي بهير او مالي جزيات هم يو
په يو يادې کړې.
د ملي پوهنتون بنسټګر الحاج
عيارالحق شمس په خپله هڅوونکې وينا کې د څېړنې او ګډ کار پر ارزښت خبرې وکړې او د
پوهنتون له رهبرۍ او منسوبينو يې وغوښتل چې د علمي نوښتونو او ملي مسؤليتونو په
ترسره کولو کې لا کارنده رول ولوبوي، نوموړي هیله وښوده، چې د دغه شان مهمو او حياتي
موضوعاتو په تړاو د برنامو لړۍ دې نوره هم چټکه شي.
په پای کې د ملي پوهنتون د ټولو
منسوبينو د هڅونې او نازولو په پار، همکارانو ته ډالۍ ووېشل شوې.





