د محصلانو او کارکوونکو د غوښتنو او شکايتونو د ثبت آنلاين سيستم رامنځته کيږي.
د شکايتونو د اورېدو کمېټې په
خپله مياشتنۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، چې د محصلانو او کارکوونکو د غوښتنو،
وړانديزونو او شکايتونو د اورېدو يو داسې برېښنايي سېستم رامنځتهکيږي، چې له مخې
به يې دوی خپل مسايل په آنلاين بڼه د
ادارې تر مسوولينو رسوي.
د ملي لوړو زدهکړو موسسې د عمومي رييس پوهندوی خالد احمد حبيب تر مشرۍ لاندې په دې ناسته کې، د کارکوونکو او محصلانو له لوري يو شمېر رارسېدلو شکايتونو او وړانديزونو ته تر رسيدهګۍ وروسته، پرېکړه وشوه، تر څو د لا ښه اغېزناک او منظم چاپېريال د رامنځتهکېدو په پار به دا سيستم پلی کوي.
د ښاغلي حبيب په وينا، له دې کار څخه د دوی موخه د يوه داسې فضا برابرول دي، تر څو د ملي اړوند هر کارکوونکی او هر محصل په ډاډه زړه او له اندکې ستونزې پرته د ډاډ احساس وکړي، د نوموړي په ټکو، دوی هر نظر او هر وړانديز ته د قدر په سترګه ګوري او دا مسايل به جديت څاري، هغه زياته کړه چې له ټولو تبصرو څخه به د ادارې د تګلارې په تنظيم او ترتيب کې ګټه اخلي، تر څو ټول منسوبين ځانونه د ادارې په هېنداره کې وګوري.
ياده دې وي، چې همدا اوس د ادارې په ځانګړيو برخو کې صندوقونه ايښودل شوي، تر څو محصلان او کارکوونکي خپل وړانديزونه او شکايتونه په کې ثبت کړي، چې په مياشتنۍ ټاکلې ناسته کې هر يو تر جدي بحث لاندې نيول کيږي، اوس چې دا پرېکړه شوې، ټول کولای شي، آن د ملي د خواله رسنيو او برېښناليک له لارې خپل شکايتونه ثبت کړي.





