د ملي پوهنتون د علمي شورا میاشتنی ناسته وشوه.
د ملي پوهنتون د علمي شورا میاشتنی ناسته، د ملي پوهنتون د
رییس، پوهندوی خالد احمد حبیب په مشرۍ ترسره شوه، چې پهکې پر ګڼو مهمو علمي،
تدریسي او اداري موضوعاتو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
په پیل کې د محصلانو د ستاژ او سکل راپور او ورسره اړوند موضوعات په تفصیل وڅېړل شول، د شورا غړو ټینګار وکړ چې د دغو دورو کیفیت باید تل په لومړیتوب کې وي، څو محصلان د عملي مهارتونو او کاري تجربې له اړخه لا بډای شي.
سربېره پر دې، د اداري شورا کړنلاره، د ارتقای کيفيت آمریت د لومړۍ ربعي راپور، له موسسې څخه پوهنتون ته د نوم پر اوښتو، د فارمسي، ستوماتولوژۍ، حقوقو او سیاسي علومو پوهنځیو د بستونو په اړه د تقرر او ترفیعاتو د علمي کمیټې پرېکړه او همدارنګه د نوي سمستر په پیل کې د محصلانو د ټولګیو ارزونه مطرح او تصویب شوه.





