Image

د ملي پوهنتون ستراتيژيک پلان تشرېح د تشرېح غونډه جوړه شوه.

د ملي پوهنتون د ستراتيژيک پلان د تشريح غونډه د پوهنتون د مشرتابه، علمي او اداري کارکوونکو، محصلانو او اړوندو مسؤلينو په گډون جوړه شوه.

 غونډه د ملي پوهنتون د رييس، پوهندوی خالد احمد حبيب له پرانستونکې وينا سره پيل شوه، نوموړي په خپله وينا کې د د ياد ستراتيژيک پلان د ارزښت او اغېزمنتيا يادونه وکړه او ټينگار يې وکړ چې ياد پلان به د پوهنتون د راتلونکو علمي، څېړنيزو او اداري چارو د تنظيم لپاره يو منظم او روښانه لوری وټاکي، هغه زياته کړه چې دا ستراتيژيک پلان د رهبرۍ او اړوندو څانگو د مسلسلو ستړياوو او زحمتونو په پايله کې چمتو شوی او د وزارت له لوري تاييد شوی دی.

 ورپسې د ملي پوهنتون د حقوقي او ټولنيزو چارو سلاکار، مولوي سعيدالرحمن احساس خبرې وکړې، نوموړي د نوي ستراتیژیک پلان د ترتیب او تایید له امله د پوهنتون مشرتابه او ټولو منسوبینو ته مبارکي ورکړه او له ټولو يې وغوښتل چې تطبيق لپاره يې په گډه همکاري وکړي.

 وروسته د ستراتیژیک پلان د تدوین مرکزي کمېټې غړي او د څېړنې او علمي مجلې رييس، عزيز احمد فضلي د ملي پوهنتون ستراتيژيک پلان تفصيلي تشريح کړ، ښاغلي فضلي په خپلو معلوماتو کې د ستراتيژيک پلان مهم ابعاد لکه: د علمي کيفيت لوړونه، د څېړنو پياوړتيا، د اداري چارو معياري کېدل، د محصلانو د اړتياوو پوره کول او د پوهنتون د نړۍوال باور د لوړولو لارې چارې وړاندې کړې.

 د غونډې په وروستۍ برخه کې گډون‌والو د دې ستراتيژيک پلان په اړه مثبت نظرونه وړاندې کړل او د پلان د اغېزناک تطبيق لپاره يې په خپله برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 د يادونې وړ ده، چې د ملي پوهنتون ستراتيژيک پلان د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د پوهنتون د علمي پرمختگ، څېړنو، نوښتونو او اداري اصلاحاتو يو بنسټيزه نقشه ده، چې عملي کېدل به يې د پوهنتون په ټولو برخو کې د بدلون او پرمختگ لامل شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;