د اداري شوری مياشتنۍ ناسته
د ملي پوهنتون د اداري شوری مياشتنۍ
ناسته د مالي او اداري مرستيال محمد زبير سرورزي تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، ناسته د
تېرې مياشتې پرېکړو د کتنې او د هغوی د تطبيق د جاجاخيستلو په لنډ راپور
سره پيل شوه، ورپسې د کال
د نوي فصل له پيل سره د حاضرۍ په وختونو کې د بدلون موضوع
تر بحث لاندې راوستل شوه او ټينگار وشو چې ټول کارکوونکي بايد حاضرۍ ته پابند پاتې شي.
د ناستې په دوام کې د کارکوونکو د مکافاتو مسئله مطرح شوه، تر څو له دې لارې د هغوی د لا زياتو هڅو قدرداني وشي، د ناستې برخهوالو د يو شمېر ټولگيو د تخنيکي ستونزو يادونه وکړه او اړوندو مسؤلينو ته سپارښتنه وشوه چې د دغو ستونزو د عاجل حل لپاره لاس په کار شي.
شوری، د سيمينارونو او نورو علمي برنامو د تنظيم په اړه د ادارو ترمنځ د همغږۍ پر اړتيا هم ټينگار وکړ، څو راتلونکي علمي فعاليتونه په منظم او اغېزناک ډول ترسره شي، ناسته د پرېکړو په اړه د عملي گامونو او قاطعيت له اسرار سره پای ته ورسېده.