د علمي شوری مياشتنه ناسته وشوه.
د ملي پوهنتون د وږي
(سنبلې) مياشتې د علمي شوری ناسته د پوهنتون د رييس پوهندوی خالد احمد
حبيب په مشرۍ وشوه، چې په ترڅ کې يې پر يو لړ مهم
موضوعاتو بحث او پرېکړې
وشوې.
د لومړي بحث په توګه د اميرالمومنين د فرامينو او د نظام د تګلارو د پوهاوي کړنلاره وڅېړل شوه او پرېکړه وشوه چې د پوهنتون په ټولو پوهنځيو او اکاډميکو برخو کې دې د پوهاوي او د عامه ذهنیت لوړولو لپاره ځانګړي پروګرامونه تطبیق شي، ورپسې د شکايتونو د صندوقونو د پرانېستو طرزالعمل مطرح شو، څو په دې برخه کې د يوه منظم ميکانيزم له رامنځتهکېدو سره د شفافيت، همکارۍ او همغږۍ فضا نوره هم پياوړې شي.
ورپسې جوخت د درملو د منطقي کارونې او راتلونکي ليدلوري په اړه د راتلونکي ملي علمي - څېړنيز کنفرانس د تاييد شويو مقالو په اړه هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې څېړنیزو معيارونو ته په پام دې کنفرانس لپاره ارزښتمنه منځپانګه ترتيب او برابر شي.