Image

د تدريسي بهیر د کيفيت‌لوړونې په پار، له استادانو سره ناسته

دا ناسته چې د ملي پوهنتون د علمي مرستیال، محمد حنيف معاذ تر مشرۍ لاندې وشوه، موخه يې د تدريسي بهیر د کيفيت لوړونه او محصلانو ته د تحصلي آسانتياوو ډېرول وو.

 د ناستې په پيل کې ښاغلي معاذ د نويو استادانو د ګومارنې او د پاتې استادانو د علمي رتبې د تثبيت پر موضوع ټينګار وکړ، څو د کادري ځواک په برخه کې د پوهنتون اړتیاوې په معیاري توګه پوره شي، همدارنګه د محصلانو پر مونوګرافونو او علمي څېړنو هم هراړخيز بحث وشو او له استادانو وغوښتل شول، چې د څېړنو کيفيت ته جدي پاملرنه وکړي.

 د عملي زده‌کړو د لا موثريت په پار، په لابراتوارونو او روغتونونو کې د محصلانو د عملي کار موضوع هم په تفصيل سره ياده شوه او پرېکړه وشوه چې د دې برخې کيفيت لپاره تر پخوا لا ډېر دقت وشي، تر څو محصلان له عملي اړخه له معياري زده‌کړو برخمن شي، د ټولګیو د منظمې فضا د رامنځته کولو په خاطر، د استادانو او محصلانو پر وخت حاضرېدو باندې ځانګړی تاکيد وشو او له استادانو وغوښتل شول، چې په دې برخه کې په جديت مخ ته لاړ شي.

 ناسته کې د استادانو د ظرفيت لوړونې په پار د لنډمهالو او اوږدمهالو زده‌کړو پر پلانونو هم خبرې وشوې، چې د علمي کادرونو مسلکي وړتیاوې نور هم پیاوړې شي، د محصلانو د ارزونې په برخه کې، ټولو استادانو ته سپارښتنه وشوه، چې شل فيصده آزموينو لپاره چمتووالي ونيسي، پرېکړه وشوه چې د دې بهیر د لا ښهوالي لپاره دې استادان او تدريسي مديريتونه لازم تدابیر ونيسي.

 په پای کې ټولو استادانو خپل نظرونه او وړانديزونه شريک کړل او هيله يې وښوده چې د يادو پرېکړو له عملي کېدو سره به د ملي پوهنتون تدريسي کيفيت او معيار لا لوړ شي.

مربوطه
د "ملي" له فعاليتونو، پرمختګونو او لاسته‌راوړنو دلته خبر شئ
;